د ملي دفاع وزارت وایي؛ د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب تعليمي مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبین د دوه نيمو مياشتو نظامي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته د يو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.
په يادو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي، د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رياست مرستيال ملا فقير محمد درویش، د هلمند ولايت د استخباراتو رییس مولوي کمال، د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه عبيده او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی وو.
د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه عبيده په خپلو خبرو کې ویلي، يادو منسوبینو په نظامي زده کړو کې پوره پوهه او مهارت ترلاسه کړی او د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري.
همدارنګه د ٢۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه۵۲۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو عقيدتي، فکري، ديني، نظامي او مسلکي زده کړو له اتمې دورې څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور د کندوز ولايت د علماوو شورا مرستيال شيخ ممتاز الله البشراني د کندوز او تخار ولايتونو واليانو، ګڼ شمېر ملکي او نظامي مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور په خپله وینا کې د منسوبینو د کوښښونو ستاینه کړې او ویلي يې دي؛ دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او امنيت د ټينګښت لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، تر څو مو چې دفاعي ځواکونه په پوره ډول د نظامي او مسلکي زده کړو څخه برخمن وي هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا به مو په امن او ثبات کې وي.
نوموړي زياته کړې، دا اردو د اسلام او د خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې اردو ده، چې د سر او ځان په قيمت به د دې جغرافيه څخه ساتنه کوي.