ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له ځنډولو سره هوکړه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (سه‌شنبه د کب ۲۸مه) د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې د ۳۰ ورځو لپاره به د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بنسټونو بریدونه وځنډوي.

کریملین د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اوږدو خبرو اترو وروسته په یوه بیانیه کې ویلي، پوتین روسي ځواکونو ته امر کړی، چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ټرمپ او پوتین په اوکراین کې د اوربند او سولې اړتیا په تړاو خبرې کړې او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې په اړه موافقه کړې ده.

پوتین په دې خبرو کې له اوکراین سره د اوربند هغه ۳۰ ورځنۍ طرحه رد کړې، چې د امریکا له لوري وړاندې شوې وه.

ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره خپلې خبرې اترې ” رغنده او ډیرې ښې ” بللې دي.