ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل په کلکه غندلی

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په یوه اعلامیې کې د صهیونیستي رژیم له لوري پر غزه تړانګه د بریدونو بیا پیل په کلکه غندلی دی.

یاد سازمان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل، چې سلګونه کسان پکې شهیدان، ټپيان او نا درکه شوي، د فلسطینیانو پر ضد د نسل وژنې دوام بللی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره د اسرائیلو د یرغل په مخنیوي کې خپل مسولیت ادا او د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخه ونیسي.

صهیونیستي رژیم د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته پرون سې‌شنبه یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو سخت بریدونه پيل کړي.

په دې بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ډېری کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې دي.