ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ٢٢١ شهید افتاب (رح) فرقې او د ٢٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکزونو څخه نږدې زر تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د ٢٢١ شهید افتاب (رح) فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین د څلورمې دورې له درې میاشتنیو پوځي، فکري او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ٢٢١ شهید افتاب(رح) فرقې مرستیال مولوي عبد الله سعد، د یادې فرقې درستیزوال مولوي ثناء الله سنګین، ګن شمېر مسولینو، علمای کرامو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوی عبدالله سعد ګډون والو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ په اسلامي نظام کې اعداد او د هېواد د سرحداتو ساتل د جهاد حیثیت لري، چي باید په کلک عزم او مورال یې ترسره او ساتنه وکړو.

مسولینو د خبرو په دوام زیاته کړې؛ تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتئ، د ملت سره ښه سلوک وکړﺉ او اعتماد یې تر لاسه کړﺉ.

د یادونې وړ ده، چې تازه فارغ شوو منسوبینو ته د مجربو استادانو له لوري شرعي درسونه، پوځي تکتیکونه او نورو برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.

 همدارنګه د ٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا چې په خوست ولايت کې موقعيت لري له ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین د درېیو مياشتو نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

 په یادو مراسمو کې د قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي جهادیار د ملي دفاع وزارت استازو، د لومړۍ پلې لوا قوماندان قاري عبدالباقي حسن، د ښوونیز مرکز قوماندان، په خوست ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسولینو ګډون درلود.

په دغه مراسمو کې ویناوالو په ټوله کې د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او پایښت لپاره د مسلکي او عقیدوي ملي اسلامي اردو د جوړښت لپاره د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په ارزښت او اړتیا په تفصیل سره خبرې کړي او د ۶۰۰ تنه ځوانو منسوبینو فراغت یې د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د منصوري قول اردو لپاره لویه لاسته راوړنه بللې او د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په دوام یې ټینګار کړی دی.

په پای کې نویو فارغ شویو منسوبینو د بېلابېلو نظامي او مسلکي زده کړو عملي نندارې هم وړاندې کړې.