د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر الله ذاکر نن (چهارشنبه، ۲۹ د حوت) په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې، محمد سعید العیاش وویل چې د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی.
ښاغلي العیاش د اسلامي امارت له لوري د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅې کوې چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.
مولوي ذاکر الله ذاکر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو په مننې، یاد سازمان د اسلامي نړۍ د یووالي ښه سمبول یاد کړ.
ښاغلي ذاکر زیاته کړه؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او یادونه یې وکړه، چې اسلامي نړۍ دې د افغانستان په بنسټيزو، ديني، علمي او فرهنګي پروژو کې ونډه واخلي.
د دغې ناستې په پای کې د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د قومي مخورو د وړاندېز او د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت په همغږۍ او هڅو د اوبو رسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګرو چارو بشپړولو په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر او د سیاسي معاونیت د دفتر د عمومي ریيس ترمنځ تړون لاس لیک شو، چې پر بنسټ به یې د یادې پروژې چارې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا بشپړې شي.