د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه د امیرالمومنین حفظهالله د سپارښتنو په رڼا کې د مالي سکتور د پرمختګ، روڼتیا او حساب ورکونې لپاره یو مهم ګام دی.
د دې هوکړې له مخې، د افغانستان بانک بینالبانکي تادیاتي سیستمونه (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیستم (APS) به د مالیې وزارت اړوند سیسټمونو ASYCUDA، SIGTAS او AFMIS سره وصل شي.
په هغه خبري کنفرانس کې چې د یادو سیستمونو د نښلونې د هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوی وو، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد دا چاره د هېواد د مالي او بانکي نظام د پرمختګ په برخه کې مهمه یاده کړه او زیاته یې کړه؛ چې د دې سیستمونو په وصل سره به امارتي عواید په شفاف ډول راټولیږي، امارتي لګښتونه به د الکترونیکي تادیاتو له لارې تنظیم شي، د امارتي کارکوونکو معاشونه به پر وخت او په اسانه توګه تادیه شي، د سوداګرو لپاره به د ګمرکاتو او بانکي سیستمونو اړینې اسانتیاوې زیاتې شي.
ښاغلي خالد زیاته کړه؛ د افغانستان بانک په خپلو داخلي ظرفیتونو د تادیاتو سیستمونه له سره رغولي، چې دا د مالي خپلواکۍ په لور یو مهم پرمختګ دی.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل؛ دغه هوکړه نه یوازې د عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د تادیاتو شفافیت زیاتوي، بلکې د مالي فساد مخنیوی، د حساب ورکونې کچه لوړولو، د بانکي خدماتو پراختیا رامنځته کولو او د خصوصي سکتور لپاره اسانتیا هم تضمینوي، چې په پایله کې د هېواد اقتصادي ثبات او مالي سیستم پیاوړی کوي.
ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس حافظ مولوي شاه حسین حسینې وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې له فتحې وروسته ملي بودجه هر کال د ملي عوایدو څخه تمویلېږي، نو هیله لرو چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې د موجوده عایداتي سرچینو څخه عواید په شفاف ډول را ټول او د عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
د ښاغلي حسینې په خبره، له دې وړاندې وزارتونو او امارتي ادارو په مرکز او ولایتونو کې ملي عواید د بانک له لارې او ځینې عواید په فزیکي ډول راټولول، چې په فزیکي ډول د عوایدو راټولونې یو شمېر ستونزې رامنځته کړې وې، خو له دې وروسته به د یادې هوکړې په بنسټ د لومړي ځل لپاره ملي عواید په شفافه توګه په برېښنايي ډول په ټاکلي وخت سره را ټولېږي او د مالیې وزارت واحد حساب ته به انتقالېږي.
د یادونې وړ ده، چې د سیستمونو نښلول او د الکترونیکي تادیاتو سیستم پلي کول به د اجرااتو چټکتیا او د مالي خدماتو پراختیا کې مرسته وکړي.
دا ټوله پروسه د شفافیت، حساب ورکونې او د معیاري مالي سیستمونو د پیاوړتیا سبب ګرځي، چې په مجموع کې د هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره ستره ګټه ده.
باید وویل شي، چې دا سیستمونه، پخوا د بهرنیو کمپنیو له لوري په لوړ لګښت سره جوړ شوي وو او د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته وتړل شول، خو د افغانستان بانک دا ننګونه یو فرصت وګاڼه او د خپلو داخلي ظرفیتونو پر مټ یې له سره ورغول.
اوس دا سیستمونه د افغانستان بانک خپل ملکیت دی، چې نه یوازې په رغونه یې لګښت نه دی راغلی، بلکې کلنی فیس هم نه لري.