د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال مدار علي کریمي بامیاني او د اهل تشیع له مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته د اهل تشیع حاضرو مخورو د اسلامي امارت د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د حکومت لخوا پر وخت د ولس غږ اورېدل شوی او د امکان تر بریده یې ستونزې حل شوې دي.
دغو مخورو او علماو د یو لړ موضوعاتو اړوند خپلې سلا مشورې او نظرونه له محترم وزير سره شریک کړي او همدارنګه په ځینو برخو کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتونه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین په مشرۍ راغلو قومي مخورو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه ولس ته د خدمت مسولیت لري.
نوموړي له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماو او قومي مشرانو له همکاریو په ستاینې سره د نظام د قوت او یووالي په برخه کې د هغوی له هڅو ملاتړ کړی.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر حاضرو علماو او مخورو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.