د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع مليتلویزیون ته تایید کړه، چې د امریکا حکومت پر خلیفه سراج الدین حقاني اېښودل شوې جایزه لغوه کړې او نوموړی یې تر تعقیب لاندې کسانو له نوملړه ایستلی دی.
د نوموړي په وینا، د ښاغلي عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر اېښودل شوې پینځه، پینځه میلیونه ډالري جایزې هم لیرې شوې دي.
امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو شریکولو په بدل کې لس میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.