د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړې ډول غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسلوژنې زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي عراقچي په دې خبرو کې د فلسطیني ولس پر ضد د اسرائیلو جنایتونه غندلي او د اسلامي هېوادونو له خوا د دې جنایتونو د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره یې د ګډ اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بل لور ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلي یرغلونو په کلکه غندنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناورین لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید د سیمې هېوادونه نږدې همغږي او تعامل ولري.