ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ په سرپل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په پینځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د پانګونې یوشمېر نورې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دې طرحې له مخې خصوصي سکټور د شاوخوا ۹۶ میلیونو افغانیو په پانګونې سره پینځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي، چې په تهکاوۍ(ځمکتلې) کې به د پارکینګ په درلودو سره ۳۴۱ دوکانونه ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتې کمېټې په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل صنعتي پارک کې د موټر جوړونې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتيژیک چوکاټ او په اسلام قلعه بندر کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.

د یادو طرحو د هر اړخیزې ارزونې په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، تر څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.