د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۳۴ زره او ۵۹۲ هېودوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو اړوند غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي، چې په دې خدمتونو کې ۸ زره او ۳۶۵ غیرې حضوري نوې تذکرې، ۶ زره او ۷۵۵ غیرې حضوري مثنی تذکرې او په غیر حضوري ډول د ۱۹ زره او ۴۷۲ پېژندپاڼې تایید پکې شاملیږي.
له بل لوري د ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست تېر کال ۶۶ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نوې، مثنی او د کاغذي پېژندپاڼو لغوهکولو او ۱۱۸ زره او ۲۲۳ کسانو ته د کاغذي تذکرو د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه یادریاست په ۱۴۰۳ کال کې په کابل ښار کې ۱۱۰ زره او ۵۴۷ هېوادوالو ته په حضوري ډول په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسولیت په غاړه لري او ژمن دی، چې په چټک او روڼ ډول هېوادوالو ته یاد خدمتونه وړاندې کړي.