ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۳ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه ۵.۵ سلنه لوړه شوې

ټولګټو وزارت وايي، چې په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په پرتله په انتقالاتي کچه کې ۵.۵ سلنه زياتوالی راغلی دی؛ حال دا چې په ۱۴۰۲ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د مجموعي انتقالاتو کچه ۴.۱ میلیونه مټريک ټنه وه، خو په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې ياده کچه ۴.۴ میلیونه مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

د حیرتان بندر له لارې ۳ میلیونه، ۳۸۶ زره او ۱۴۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۶۹ زره او ۸۶۵ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۹۲ زره او ۴۸۷ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې ۵۰ زره او ۷۹۹ ټنه انتقالات، چې ټولټال ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له جملې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې ټولټال ۱۴۵ زره او ۱۶۸ مټريک ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې ۳۷ زره او ۸۹۴ متریک ټنه صادرات شوي و. دا په۱۴۰۳ هـ ش کال کې د صادراتو په کچه کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د صادراتو لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو، تالک ډبرې او د آنارو جوس دي، چې د انتقالاتو دغه زیاتوالی تر ډېره بريده د یو مثبت بدلون او د هېواد د ښېرازۍ او زېربنايي بنسټونو د خودکفايۍ زېری ورکوي.

په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۷۳ زره او ۵۷۶ واګونونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۶۹ زره او ۳۸۰ واګونونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي او دغه راز په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۴۳۶۵ کانټینرونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۸۳۰ کانټینرونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.