ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۴۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونه جاري ساتلي، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان کېږي. یوازې د نن سهار په بریدونو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

شاوخوا درې اونۍ کېږي، چې صهیونیستي رژیم غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په دې تړانګه کې زرګونه فلسطینیان له شدیدې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي، چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې غزې ته هېڅ بشري مرستې نه دي رسېدلي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۵۰ زره او ۲۰۸ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۹۱۰ نور ټپيان شوي دي.