هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره په غوره شکل د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه عامې روغتیا وزارت کې د همغږۍ کمېټې غونډه شوې.
یاده غونډه د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي رییسانو او اړوندو معینیتونو د مشاورینو په شتون کې ترسره شوې.
په دې غونډه کې د کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې غوره مدیریت، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د وقایوي خدماتو تر سره کول، د روغتیایي خدماتو لا په ښه شکل برابرول، د ټاکل شوې کمېټې د دندو او مسولیتونو اړوند د ملي او نړیوالو موسسو سره د لا زیاتې همغږۍ او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي حالت د څرنګوالي اړوند خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو په ښه شکل تر سره کولو په موخه د عملیاتي پلان ارزونې او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د پراختیا اړوند لازمې سپارښتنې کړې دي.