ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال څه باندې ۳۴ زره بهرینو وګړو هېواد ته تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

یاده اداره زیاتوي؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې تېر کال د ۵۹۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۸۲ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۵۶۵ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۵۴ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې دوه زره او ۷۲۱ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو ډېر لس زره او ۶۴۱ بهرني وګړي چې ډېری یې ډرایوران دي د کار په موخه د نیمزور له بندر او ورپسې څلور زره او ۳۴۵ تنه چې ۱۳۲۵ یې سېلانیان دي د تورخم بندر څخه راغلي دي.

همدارنګه درې زره او ۵۸ تنه نور بیا د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له آقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.