د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکرالله ذاکر په دوو جلا جلا ناستو کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ناستو ګډونوالو ویلي، اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی نظام دی او د ولسونو د ستونزو د حل له امله یې د مسولینو هڅې ستایلي دي.
د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو چې یو شمېر علما، مخور، د اهل تشیع او اهل هنودو استازی هم ورسره مل وو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه د پام وړ بللي دي.
دوي ویلي؛ د نظام د بقا او ثبات په موخه له اسلامي نظام سره همکاریو ته دوام ورکوو.
همداراز یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاریانو ستونزې او اړوند نور موضوعات شریک کړي دي.
مولوي ذاکر الله ذاکر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان یرغلونه وکړل، خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره د هغوی پر ضد جهاد چې د اسلام ساتنه یې موخه وه، بریالی کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، اقتصادي پروژې تر کار لاندې دي او افغانان د باثباته، خپلواک او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کوي.
مولوي ذاکر الله ذاکر ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عمومي عفوې فرمان په بشپړ ډول پلی کیږي.
دغهراز نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللی او له ټولو شتمنو افغانانو یې غوښتي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
په ورته مهال په یوه بله ناسته کې مولوي ذاکر الله ذاکر ورزشکارانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د لوبغاړو ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي.