ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان سفير له روسي چارواکو سره د سوداګرۍ پر زياتوالي خبرې کړي

په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم (SPIEF-2026) کې ګډون کړی.

مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې ښاغلي حسن د یاد فورم په څنډه کې له روسي چارواکو، اقتصادي استازو او د شانګهای همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، افغاني صادراتو او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د یاد سفارت په وینا، دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.