د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۸۵ زره او ۹۵۷ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند خدمتونه وړاندې کړي، چې ۵۸ زره او ۷۷۴ برېښنایي او ۱۷ زره او ۴۶۶ یې کاغذي پېژندپاڼې، اووه زره او ۳۲۱ کسانو ته زېږون کارتونه او همدارنګه دوه زره او ۳۹۶ کسانو ته د مړینې پارچې ووېشل شوې دي.
د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي محمد اصف کرار وايي؛ چې په ياد ولايت کې یو د آسان خدمت مرکز او دوې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې دي، چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او مړینو ثبت) هم وړاندې کوي.
له بل لوري یاد ریاست تېر ۱۴۰۳ کال په احصاییوي برخه کې د ټولنیزو او اقتصادي ارقامو د راټولونې په موخه ۵۷۴ فورمې وېشلې او ارقام یې له ادارې سره شریک کړي دي، د دې ترڅنګ په میاشتني ډول له بازار څخه د ۲۹۳ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې شوې دي.