ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه غونډه کړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه غونډه شوې.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي او یو شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.

غونډه کې د تخصصي او ثالثي خدماتو د ښه والي، اړوندو مسولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د روغتیايي معلوماتي سیسټم اړوند خبرې شوې دي.

 مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ موږ ژمن یو چې په ټولو تخصصي او ثالثي روغتونونو کې خدمات لا معیاري کړو، ترڅو په کور دننه ټولو ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

 نوموړي دغه راز له اړوندو مسولینو غوښتي، چې خپلو مسولیتونو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.