د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۶۲ زره او ۸۹۸ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۲۹ زره او ۷۷ برېښنایي پېژندپاڼې، ۱۶ زره او ۸۴۱ کاغذي پېژندپاڼې، پینځه زره او ۴۳۶ زېږون کارتونه، ۷۳۲ د مړینې پارچې او لس زره او ۸۱۲ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا عبدالرشید حمیدي وايي؛ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ښځینه او نارینه مراجعین لري او په یاد ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور بدلول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو او ودونو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړي د زیاتولو) خدمتونه وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذايي خوندیتوب او د افغانستان روغتیا سروې کې فعاله ونډه درلوده او همدارنګه یې په احصاييوي برخو کې د ۱۲۶ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي او د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د ۲۹۱ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.