ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ او کندوز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدماتو د چمتووالي په موخه غونډې شوي

د بلخ ولایت مرستیال والي په مشرۍ ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، مرستو را ټولولو او د چمتووالي په موخه غونډه وشوه.

د غونډې موخه په زور د راستنېدونکو لپاره د چمتووالي، سرپناوو جوړولو او مرستو برابرولو اړوند نظرونه شریکول وو.

په دې ناسته کې ګډونوالو د جبري راستنېدونکو لپاره د بشپړ چمتووالي، د مرستو د راټولولو، د سرپناوو جوړولو او د نورو همکاریو د څرنګوالي په اړه نطرونه شریک شول.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د تېر کال د کمیټې هڅې ستايلي او سږ کال یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې.

مولوي نورالهادي ویلي؛ ټاکل شوې کمیټه به سږ کال هم راستنېدونکو کډوالو لپاره پوره چمتو وي او هڅه به کوي، چې له ټولو کډوالو سره د ورورولۍ چلند وشي، څو دوی د بې‌ برخېتوب احساس ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ژوند د اسانتیاوو ترڅنګ به دندې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم برابریږي.

د بلخ مرستیال والي ټینګار کړی، چې سږ کال باید له ټولو محلي ادارو سره په ګډه له ځنډ پرته هڅې وشي، تر څو راستنېدونکي کډوال وکولی شي په خپل هېواد کې ارام ژوند ولري.

همداراز د یادې کمیټې غړو ویلي؛ سږ کال به له پخوا زیاتې تجربې او ښې همغږۍ سره هڅه وکړي، څو راستنېدونکي کډوال له کومې ستونزې سره نه بلکې له ارامۍ سره ژوند وکړي.

همداراز په کندوز ولایت کې د بیا میشتیدنې کمیټې هم غونډه کړې.

د کندوز ولایت د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د بیا مېشتېدنې کمیټې د یاد ولایت د کارکوونکو د رییس په مشرۍ او د سکتوري ادارو او موسساتو د استازو په ګډون د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره غونډه کړې.

د کندوز ولایت د کډوالو رییس مولوي عبدالولي محمدي د راستنېدونکو د ثبت شویو شمېرو او د تېر کال د شویو مرستو په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي له ګډونوالو غوښتي، چې د جبري راستنېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو ته په بیړني ډول باید بشپړ چمتووالی ولري.

د اړوند ادارو او موسساتو استازو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او د مرستو په روڼتیا ټینګار شوی دی.