ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پکتیا له ځايي چارواکو سره لیدنه کړې

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی تېره ورځ (پنجشنبه، د وري ۲۱مه) د پکتیا له والي ملا مهرالله حماد، د علماو شورا له رییس، امنیه قومندان، د استخباراتو رییس، او د یاد ولایت د نورو امارتي ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې دې لیدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پکتیا ولایت د مسولینو کړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې الله تعالی د علم او د اسلام د خدمت کولو او ایماني ورور ګلوۍ لپاره ښه زمینه برابره کړې؛ کوښښ باید وکړو چې اسلامي او شرعي احکام نافذ شي، په خاص ډول امربالمعروف نهي عن المنکر چې د اسلام اصلي موخې دي، اوس وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي، او نظامي امورو کې شریعت تطبیق شي.

 دې لیدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په خپل منځي همغږۍ ټینګار کړی او مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، څو له وزیرانو او رییسانو سره ښه همغږي رامنځته او اطاعت یې وکړي، ځکه د وزیر اطاعت پر ټولو مسولینو لازمي دی.

 دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله مسولین د خلکو په خدمت مکلف ګڼلي او ویلي یې دي، څنګه چې په تیر جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ، اوس وخت دی چې مسولین د خلکو خدمت وکړي، او مسولین باید د خپل ولایت د خلکو ستونزې حل کړي، ترمنځ یې د دښمنيو، اختلافاتو او قومي تعصباتو په ختمولو او ښه امنیت په راوستلو کې پوره کوښښ وکړي.

 د ښاغلي مجاهد په وینا، دې لیدنه کې د پکتیا والي د مسولینو په استازولي د دې ولایت د وضعیت او د امارتي ادارو د کړنو په تړاو له عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی سره معلومات شریک کړي دي.