ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې د کرنې، اوبولګولو وضعیت او د امو سیند رامنځته کړیو ویجاړیو څخه لیدنه کړې.

په دې سفر کې د کرنې وزیر ملتیا ځینو سیمه‌ییزو چارواکو او د قرقین او خماب ولسوالیو ولسوالانو کوله.

مولوي عطاالله عمري د دغو ولسوالیو له اوسېدونکو سره لیدنه او د دوی ستونزې یې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او د امو سیند د غاړو د ویجاړیو له امله د رامنځته شویو زیانونو په برخه کې اورېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د امو سیند د اوبو د لوړوالي له امله د دوی کرنیزې ځمکې له جدي ويجاړۍ سره مخ دي او د محافظتي پروژو نشتوالي یې اندېښمن کړي دي.

هغوی له کرنې وزارت څخه غوښتنه کړې، چې د استنادي دېوالونو جوړولو او د اوبو سرچینو د ښه مدیریت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د امو سیند د غاړو له لیدنې او د وضعیت د ارزونې وروسته، وزیر اړوند مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د لا نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره طرحې جوړې او د پلي کېدو په موخه مرکز ته واستوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کرنې وزارت به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه وکړي څو په دغو ولسوالیو کې د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره کړي.