د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه تورخم ته سفر کړی.
دغه سفر چې د اړوندو معینیتونو مشاورینو، یو شمېر مرکزي رییسانو او ننګرهار عامې روغتیا رییس په ملتیا ترسره شوی، په کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدماتو جوړې شوې کمېټې ریيس او غړو سره د شته ستونزو، ضرورتونو او غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ چې په دې سفر کې د کډوالو په کمیپ کې له جوړو شویو روغتیایي مراکزو، سیارو روغتیایي ټیمونو او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه له وقایوي خدماتو څخه څارنه شوې.
د یاد سفر په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال اړوندو مسولینو ته د ښې همغږۍ او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د بېرته راستنېدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.