د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د بادغیس ولایت د کانونو امر قاري سید شمس الدین نظامي او مل پلاوي په ملتیا د یاد ولایت د بېلا بېلو کاني زېرمو څخه لیدنه کړې.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د لامان درې د ډبرو سکرو کان د ایستنې بهیر، د قلعه نو ښار اړوند د ګچ ډبرو د ایستنه، پروسس او بسته بندۍ چارو، د بالا مرغاب ولسوالۍ د بزبای تنګي سیمې د سپین لاخ د تېلو او ګازو له زېرمو، د چشمه شیرین د کانې سیمو او د سنګ اتش د ګچو له کانونو څخه لیدنه او ارزونه کړې.
همداراز ملا هدایت الله بدري د تړونلرونکو شرکتونو استازو ته د ایستنې، پروسس او شفافیت، او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې لازمې لارښوونې کړې دي.
ښاغلي بدري له خلکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه د بادغیس ولایت د کانونو د ایستنې او پروسس بهیر څخه د لیدنې او ارزونې سربېره هېواد والو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.