د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محمد نعیم اخوند او د دغه ولايت د اوبو او انرژي له رییس عبدالاحد پاچا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې، د اوبو د مدیریت او د اوبو او انرژي د پروژو په اړه خبرې شوې دي.
ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولايت د اوبو او انرژي رییس ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې له اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.
نوموړي همدارنګه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په نظر کې نيولو سره به په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړینې کړنې تر لاس لاندې ونيول شي.