ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د حماس له چارواکو سره لیدنه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس د رهبرۍ شورا له رییس محمد درویش او د دې غورځنګ د سیاسي دفتر له یو شمېر نورو غړو سره په انقره کې لیدنه کړې.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د غزې د روان ناورین او د اوربند ټینګښت لپاره د هڅو په تړاو خبرې شوې دي.

دا ناسته چې پرون شنبه په انقره کې شوې، د غزې د روان ناروین او بشري بحران په تړاو اندېښنې پکې شریکې شوې او ویل شوي، چې د صهیونیستي رژیم له لوري غزې ته د بشري مرستو د ننوتو مخنیوی د فلسطیني ولس پر ضد د لوږې د تحمیل یوه هدفمنده هڅه ده.

دغه راز په دې لیدنه کې د نړیوالې ټولنې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار شوی، تر څو غزې ته د بېړنیو او دوامداره بشري مرستو لاسرسی تضمین شي.

پر دې سربېره دواړو لورو له غزې څخه د فلسطینیانو بې‌ځایه کول په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې له خپلې خاورې د فلسطینیانو بې‌ځایه کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتول دي.

په یاده ناسته کې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په روان وضعیت هم خبرې شوې او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی سیمه‌ییز ثبات او د سولې هڅو ته ګواښ ګڼل شوی دی.