ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې چمتو کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنعت له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کلیم الله فاني هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې پاکستان هېواد ته د اسلامي امارت د وروستي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو او لیدنو په اړه خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي، اسلام اباد ته خپل سفر بریالی یاد کړی او ویلي یې دي؛ د کډوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیزې خبرې شوي او د ستونزو د حل په اړه یې ژمنې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه کلیم الله فاني ویلي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ځينې اقدامات پیل کړي او تمه ده، چې کړې ژمنې ژر عملي کړي.

مولوي عبدالکبیر د نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر مهم یاد کړی او ویلي یې دي، اسلامي امارت د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او همدارنګه په کور دننه ورته اړینې اسانتیاوې چمتو شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادنو سره مثبتې اړیکې غواړي او د مسایلو حل په برخه کې خبرو ته لومړیتوب ورکوي.