د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستیو پرمختګونو او شته فرصتونو اړوند خبرې شوي، چې پکې د قزاقستان هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف هم ګډون او وینا کړې.
په غونډه کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریاست مرستیال حکمت الله ځلاند د بحث پر موخه او د موضوع پر اهمیت خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته فرصتونو پېژندل د اړیکو لا پراختیا او پیاوړتیا سره مرسته کوي.
ښاغلي ځلاند د اسلامي امارت او قزاقستان د اړیکو د پرمختګونو او اهمیت په اړه زیاته کړې؛ قزاقستان د سیمې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره د ځمکنیو واقعیتونو له مخې اړیکې پاللې دي.
د نوموړي په وینا؛ په دې موده کې دوهاړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال کابو یو ملیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې درې ملیارده ډالرو ته ورسېږي.
ورسته د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي؛ قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی، چې تل یې په سیمهییزو موضوعاتو کې سولهییز رول لرلی دی.
ښاغلي شاهین زیاته کړې؛ د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې پاموړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.
د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف په خپلو خبرو کې ویلي؛ په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه زیږولي، چې تر ټولو مهم یې د دغه هېواد سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي.
د نوموړي په وینا؛ همدا لامل دی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه په چټکۍ سره مخ پورته روانه ده.
دوکتور یرکین توکوموف د افغانستان او قزاقستان اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو نوی فصل بللی او زیاته کړې یې ده، په نژدې راتلونکي کې به د قزاقستان ګڼ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د پرمختګونو شاهدان وو.
ښاغلي توکوموف ویلي؛ د ملګرو ملتونو له لوري د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ مرکز هم، چې تازه د قزاقستان په الماتا کې پرانیستل شو، په راتلونکي کې تازه فرصتونو ته لاره برابروي.
د دې ترڅنګ، پر سیمهییز اتصال او نورو موضوعاتو د ګډونوالو او مېلمه ویناوال له لوري هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونه کارکوونکو ترڅنګ په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر او د یاد هېواد راغلي پلاوي نورو غړو هم ګډون کړی و.