د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي نارشکین په باکو ښار کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، چې د لویدیځو هېوادونو استخباراتي بنسټونه هڅه کوي، تر څو په افغانستان کې د ناامنیو په جوړولو سره خپلو ژیوپولیټیکي موخو ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په جوړونه کې فعاله ونډه ولري او د دې هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
هممهاله د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې راتلونکې میاشت د کازان ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت او روسي چارواکو تر مینځ د یوې لویې ناستې خبر ورکړی دی.
اقتصادي کارپوهان او سوداګر په دې باور دي، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د افغانستان وتل او د کازان ناستې په څنډه کې یې حضور به د نړیوالي ټولنې او افغانستان تر منځ مناسب سیاسي اقتصادي باور او فرصت برابر کړي.
له بل لوري ضمیر کابلوف د روسیې د عالي دیوان له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لېرې کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمده خنډونو له مینځه وړلو په برخه کې مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د روسیې سفیر هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د یاد هېواد د عالي دیوان پرېکړه رسما ابلاغ کړې ده.