ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي: مرستندویه ادارې دې د کډوالو بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د ننګرهار ولایت په عمري کمپ کې د یونیسف، د کډوالو نړیوال سازمان  (IOM)، د نړیوال خوراکي پروګرام  (WFP)، UNHCR  او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي، اسلامي امارت د هېواد په کچه د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې پوره هڅې کړې او زیات شمېر مهم خدمات یې وړاندې کړي دي.

 نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د کډوالو د ترانسپورټ، سرپنا، برېښنا، خوراکي توکو او نورو اړینو اړتیاوو په برخه کې عملي اقدامات کړي، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې حل ته یې د نړیوالو مرستندویو ادارو همکاریو ته اړتیا ده.

دغه‌راز ملا نورالدین ترابي له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې؛ چې خپلې مرستې ژر تر ژره اړمنو کډوالو ته ورسوي او د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، حفظ الصحې، خوړو او نورو بنسټیزو اړتیاوو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د نړیوالو ادارو مسولینو ډاډ ورکړی، چې دوی به د اړوندو بنسټونو په همغږۍ کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپل اقدامات ګړندي کړي او د شته امکاناتو په رڼا کې به د کډوالو د ژوند د ښه‌والي لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.

په پای کې ملا نورالدین ترابي د نړیوالو ادارو له روانو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې ده، چې دا همکارۍ به لا زیاتې او پراخې شي.