ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي عبدالسلام حنفي سره د مولوي بلال کریمي لیدنه؛ چین مېشتو هېوادوالو ته د غوره خدماتو پر وړاندې کولو خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي اسدالله بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې سفارت مسولین په مختلفو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره هڅې کوي.

مولوي بلال کریمي زیاته کړه، د دې سفارت کونسلي چارې په دوامداره ډول فعالې دي او په دې هېواد کې مېشتو سوداګرو او افغانانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول زموږ لومړیتوب دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت فعالیتونه او کړنې وستایلې او وې ویل، د دې سفارت مسولین باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره لازمې هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په چین کې د اسلامي امارت سفیر ته د سفارتي چارو د ښه والي او هلته مېشتو افغانانو ته د غوره کونسلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.