د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هېواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر ښاغلي ګزیزاکباسوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او قزاقستان یوله بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هېواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې په په اړه خبرې شوې دي.
ملا محمدعیسی ثاني ویلي؛ دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنیو پانګوال ته په یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې ونډه واخلي.
په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی.