د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۸۵ زره او ۱۴۵ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې د ۳۷ زره او ۴۰۳ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۶ زره او ۱۸۲ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۱ زره او ۶۱۶ زېږون کارتونو، ۸۴۱ د مړینې پاڼو وېش شامل دي.
همدارنګه د دې تر څنګ په دې ولایت کې نهه زره او ۱۰۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو په یواځنۍ وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د پېژندپاڼې نوې کول، د زېږونونو، طلاق او ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت او په سېسټم کې د کارت پرمخ اصلاحات) خدمتونه هم ښځینه او نارینه غوښتونکو ته په ورځني ډول وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې له معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو له ادارو څخه اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات او همداراز له بازار څخه د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې راټولې او ادارې سره شریکې کړې دي.
همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې او یاد ریاست د خپلو پرمختیايي پروژو له ډلې، مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه یو سایهبان هم جوړ او ګټهاخیستنې ته سپارلی دی.