د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه شوې.
یاده غونډه تېره ورځ یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
غونډې ته د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
همدا راز دې غونډې ته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوې وه.
یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي، چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو د مخنیوي لپاره د مناسبو حللارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شوي وو.
د دغو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې په موخه جلا جلا کمېټې ټاکل شوې وې او سپارښتنه ورته شوې، چې په ټاکل شوو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شوي، چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د پلي کېدو سپارښتنه شوې.
یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.