د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د یاد وزارت د رهبري غونډه کړې.
په دې غونډه کې د وزارت مرستیالانو او اړوند رییسانو ګډون درلود.
خلیفه سراج الدین حقاني د غونډې برخوالو ته ویلي، موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره ټاکل شوي یو.
نوموړي زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسولیت لومړیتوب وګڼي. دغهراز باید ډېر کوښښ وکړي، چې له هېوادوالو سره په مثبت تعامل او همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.
د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزیر په تېر شوي کوچني اختر کې د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو رول او نه ستړې کېدونکې هڅې ستایلې او په ورسپارل شویو دندو کې یې له الله تعالی څخه د لا زیات توفیق غوښتنه ورته کړې ده.