د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بلخ ولایت له والي محمد یوسف وفا او د تورخم له کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره لیدنې کړې.
په دې لیدنو کې د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت، د خدمتونو د کیفیت او د امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوي.
د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي؛ دا مهال بلخ کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، خلک له اسلامي امارت څخه خوښ دي او پراخ ملاتړ يې کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې، امنیت او خوراکي مرستو لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.
همداراز ښاغلي وفا په یاد ولایت کې د کارونو د منظمتیا ډاډ ورکړی.
ورته مهال د تورخم کمیسار، مولوي عبدالکبیر ته د تورخم د کډوالو د مدیریت، د خدماتو د وړاندې کولو او د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
ملا عبدالجبار حکمت ویلي؛ په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره غوره نظم رامنځته شوی، د مجاهدینو او اړوندو مسولینو له لوري هغوی ته پر وخت خدمات او مرستې رسېږي.
نوموړي زیاته کړې، تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداکرۍ او ترانزیټ موټرو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده او دا مهال ناروغانو او مسافرو ته هم منظم خدمات وړاندې کېږي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د راستنېدونکو کډوالو خدمت کول او د هغوی د چارو تنظیمول د اسلامي امارت مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې، راستنېدونکي کډوال د اسلامي امارت او شتمنو افغانانو ځانګړې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري.
همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي؛ په تورخم کې دې د بار وړونکو موټرو، ناروغانو او مسافرو لپاره لا زیات سهولتونه برابر شي، ترڅو د ستونزو مخه یې ونیول شي.