د احصايې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۷۹ زره او ۴۶۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۹۶۶ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۶ زره او ۵۴۶ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۱ زره او ۶۲۶ زېږون کارتونه، ۶۴۳ د مړینې پاڼې، ۱۸۳ ودونو او ۱۱ طلاقونو د ثبت خدمتونه شامل دي.
د دې ترڅنګ پینځه زره او ۲۲۵ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۲۸۵ کوچیانو ته د پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۹۷۸ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالظاهر راشد ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې د نویو پېژندپاڼو سربېره له وېش خدمتونه (د انځور بدلول، زېږونونو، مړینو، د ودونو او طلاق ثبت) هم فعال دي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې له بازار څخه د ۲۹۰ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکو توکو بیې هم راټولې او له ادارې سره یې شریکې کړي دي.
همداراز د دې ریاست په همکارۍ د یاد ولایت په خاص روزګان او چنارتو او د دایکندی ولایت په پاتو او د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ولسونو ترمنځ د کلیو د حدودو ټاکلو پر سر رامنځته شوې ستونزې حل او فصل شوې دي.

