د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د چین له یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې او د همکاریو پر پراخېدو ټینګار شوی.
د چین پلاوي د دې هېواد د خصوصي سکټور لهخوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده او ژمنه یې کړې، چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي، نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.
چینایي استازو همداراز د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او نشهيي بوټو د ریښې ایستنې هڅې ستایلي دي.
مولوي عطاءالله عمري د چین د همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ موږ خوښ یوو چې د چین دولت او خصوصي سکټور د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د دوی لیوالتیا د امید وړ ده، موږ چمتو یوو چې هر راز اسانتیاوې برابرې کړو او هیله لرو، چې ډېر ژر د عملي پروژو شاهدان واوسو.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت ځینو رییسانو او سلاکارانو، همداراز د چین لوړپوړي پلاوي، چې پکې د سنکیانګ د تولید او ساختماني ادارې دایمي کمېټې غړي ژو شیو بینګ، د یادې ادارې سرمنشي ګانګ ژي یونګ، د سوداګرۍ عمومي ادارې مرستیال وانګ هیکینګ، د بهرنيو چارو د دفتر مرستیال یوان هونګسینګ، د کرنې او مالدارۍ شرکت مرستیال لو ژنګ، د تیانیه د اوبولګولو شرکت مشر ژو ګنګ، د تولید او ساختماني ادارې د عمومي دفتر کارکوونکی ژانګ ګلین، د سفارت مرستیال سفیر باو شوهویی، د چین سفارت د سیاسي چارو رییس ژایو هایهان، شامل وو.