قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته وسپارلې.
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مرستیال ملا عبدالولي څارنوال، د یادي ادارې د مالي او اداري لوی رییس مولوي محمد عالم علمیار، د نړیوالو اړیکو رییس مولوي عبدالرحمن او یو شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او د رسنیو استازو شتون درلود.
ملا عبدالولي څارنوال د قزاقستان له بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کړی، چې دا مرستې به د بیړنیو حالاتو پر مهال د اړتیاوو له مخې زیانمنو ته ووېشل شي.
نوموړي زیاته کړې، تېره اوونۍ هم د قزاقستان هېواد ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې د حیرتان بندر له لارې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته رالېږلې وې.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې مو د افغانستان له خلکو سره په داسې حال کې وکړې، چې تېره اوونۍ مو هم ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې رالېږلې وې او دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
په پای کې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.