ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس پیل شو

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د دې کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ.

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» پيل شو.

په دې کنفرانس کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي رییس، د مرکزي دارالافتا رییس، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند د علماوو شورا رییس، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییسانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو ګډون کړی.

د کنفرانس په پرانیسته کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ویلي، چې په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه په دې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

همدا راز د علم پر ارزښت یې خبرې کړې او ویلي یې دي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته په کار ده چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه زیاته کړې، په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.

دغه‌راز علما کرامو ته یې سپارښتنه کړې، چې علم نورو ته ورسوي، ځکه رسول الله ﷺ د ذاکرینو او متعلمینو په مجلسونو کې د متعلمینو مجلس او ناسته غوره کړې ده.

د اسلامي امارت زعیم ټینګار کړی، چې موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو. د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته.

د امارت مسولینو ته یې ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي، چې کفارو په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده، چې ټول یې په ګډه باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.

د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي، زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نه‌شي چې په مابین کې ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په یاد کنفرانس کې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه له حضور څخه مننه کړې او ویلي، چې د بیعت مانا د خپل ځان او مال واک، د مسلمانانو امیر په واک کې ورکول او په بدل کې یې د الله تعالی دین قائمولو غوښتنه ده.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کنفرانس شاوخوا ۲ زره او ۶۰۰ ګډونوالو د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره په پوره مینه او ولولو خپل بیعت تازه کړ.

د کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي او څېړنیزې مقالې وړاندې شي.