د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني، د یاد ولایت د والي او سمیه ییزو مسولینو په ملتیا، تېره ورځ (سه شنبه د شوال ۲۴مه، ۱۴۴۶، چې له ۱۴۰۴/۲/۲ سره سمون خوري) د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیست.
د پرانیستې په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین هېوادوالو ته، په ځانګړي ډول راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو په برخه کې ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ په دې وروستیو میاشتو کې ځینې ګاونډي هېوادونه افغان کډوال په زور راوباسي، چې دا کړنه یې د ګاونډیتوب او له نړیوالو اصولو سره تقابل کې ده، چې په وینا یې اسلامي امارت د خپل ټول توان له مخې د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت ته ادامه ورکوي، ترڅو خپلو ولایتونو او د اوسېدو سیمو ته ستانه او هوساینې ژوند وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا ښارګوټی د درې زره او ۷۴۱ اوسېدنې نمرو لرونکی دی، چې د یوې پروسې له مخې به د یاد کمېسیون له لوري پر مستحقینو باندې ووېشل شي.