ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان د کانونو د موندنې او کېندنې په برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد له وزیر سیریک ژومانګارین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، قزاقستان او افغانستان لرغونې او ښې اړیکې لري او په وینا یې قزاق لوری د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

سیریک ژومانګارین د خپل هېواد د هغو متخصصینو، چې د اپرېل په ۴مه یې افغانستان ته سفر کړی و، د اخیستل شویو کاني نمونو قزاقستان ته د لېږد په اړه د همکارۍ غوښتنه کړې.

ورپسې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزارت استازي او د کانونو د کیندنې شرکتونو رییسانو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، هېواد یې د کانونو د اکتشاف او ایستنې په برخه کې ښې وړتیاوې لري او دې برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.

همدارنګه یې د مسو، سرو زرو او نادره فلزاتو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د لویو او کوچنیو کانونو د څرنګوالي او تړونونو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړي او د هایدروکاربنونو د سپړنې په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه کړې.

په پای کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه هر اړخیزې خبرې کړي او پرېکړه شوې، چې تخنیکي ټیمونه به د دواړو خواوو د طبیعي زېرمو اړوندو موضوعاتو په اړه نورې ناستې هم ولري.