د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په غزه ښار کې د فلسطیني بېځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی، چې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې کار کوونکو یې نن سهار له دې برید وروسته ۱۰ جسدونه ترلاسه کړي. یادې ادارې زیاته کړې، چې زیات شمېر کسان ټپیان هم دي.
له دې برید وروسته اور هم لګېدلی، چې ډېری کسان تر مرګه پکې سوځېدلي دي.
د فلسطین د ملکي دفاع ادارې دغهراز د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي، تر څو د غزې ښار په دوو کورونو د اسرائیلي یرغلګرو د بمبارۍ له امله په کنډوالو کې د بند پاتې کسانو په ژغورلو کې بېړنۍ مرسته وکړي.
دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: “بند پاتې کسان د کورنو تر خاورو او ویجاړیو لاندې د مرستې او ژغورلو غوښتنه کوي.” دغهراز د بېړنیو مرستو کارکوونکي سیمې ته رسېدنه نهشي کولای، ځکه چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري ممنوع اعلان شوې ده.
فلسطیني رسنۍ وايي، نن سهار د غزې په شمال جبالیا کمپ کې هم په فلسطیني بېځایه شویو برید شوی، چې د یوه ماشوم په شمول دوه فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
په خوندي اعلان شوې سیمه المواصي کې هم برید شوی، چې یو کس پکې شهید او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي. په دې ۳۲ کې ۱۱ هغه کسان هم شامل دي، چې په خان یونس کې پر یوه کور د اسرائیلي عسکرو له برید وروسته تر مرګه سوځېدلي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۲۶۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۹۹۱ نور ټپیان شوي دي.