ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې تورخم کې جوړ شوی معیاري پنډغالی پرانیست

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي لخوا د تورخم په سیمه کې د دې ادارې له لوري جوړ شوی معیاري پنډغالی د یو شمېر مسولینو په شتون کې پرانیستل شو.

د دې پنډغالي د پرانستې په مراسمو کې ملا نورالدین ترابي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ټولو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې پنډغالي کې د هغو هېوادوالو لپاره چې په زور را اېستل شوي، ټول لومړني امکانات په معیاري ډول برابر شوي دي.

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل ویلي؛ د عالیقدر امیر المؤنین حفظه الله لخوا ټولو وزارتونو ته لارښوونه شوې وه، چې ټول وزیران او عمومې رییسان دې د خپلو امکاناتو سره سم په تورخم او بولدک کې د کډوالو سره هر ډول همکاري وکړي، چې د یادو همکاریو له جملې یوه هم د دې پنډغالي پرانیستل دي.

د مسولینو په وینا، په دې جوړ شوي پنډغالي کې شاوخوا ۴۰۰ معیاري خیمې او یوه غټه ګدام خیمه لګول شوې.

پر شپږو فرعي سړکونو، چې ټولټال ۱۳ زره او ۲۰۰ متره مربع مساحت لري، کرش اچول شوی، د سړکونو پر دواړو غاړو لښتي جوړ شوي او ۳۰۰ بوټي کېنول شوي دي.

همداراز د هرو لسو خیمو لپاره د اوبو یو ټانکر او یو معیاري کچره دانۍ نصب شوې ده.

په دې جوړ شوي پنډغالي کې د ژوند نورو تولو سهولتونو په نظر کې نیولو سره د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیا ته د پاملرنې په موخه یو معیاري روغتون هم جوړ شوی دی.

د عمري پنډغالي مسول محمد هاشم میوندوال د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له رییس ملا نورالدین ترابي څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د ژوند په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له لوري جوړ شوی پنډغالی ډېر معیاري دی او د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې پکې شتون لري.