د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.”
ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پر سیلانیانو وسلهوال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.
په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.