ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ابوظبي کې د افغانستان سفیر: له افغان کډوالو سره د نړیوالو ادارو د ملاتړ په موخه خپلې ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کوو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د متحده عرب اماراتو لپاره د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو پر وضیعت، د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب په څرنګوالي خبرې شوې دي.

شیخ کلیم الرحمان فاني په خپلو خبرو کې د کډوالو د ستونزو او ورته د چمتو شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي د ستونزو د حل لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه بللې.

په اماراتو کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړی، چې د کډوالو د وضیعت ښه کولو او د نړیوالو مرستندویه ادارو د ملاتړ جلبولو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې لا ګړندۍ کړي.