د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې اجباري راستنېدونکو او د بې وزله کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.
په یادو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په نورو هېوادونو کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته د ژوند کولو باعزته زمینه برابره کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه د ټولو ملي، سیمه ییز او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او په ځینو مواردو کې یې شتمني هم لوټي.
نوموړي په اسلامي هېوادونو او خیریه موسساتو غږ کړی، چې خپل انساني او اسلامي مسولیت ادا کړي او د افغان کډوالو لاسنیوی وکړی.
په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي، خوښ دی چې د خپلو کډوالو ورونو خدمت کوي او په کورد ننه ورته د دایمي مېشتېدو لپاره زمینه برابروي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ګډوالو ورونو ته په درنه سترګه ګوري او همدا لامل دی، چې په لوړه کچه کمېسیون یې جوړ کړی او شپه او ورځ د کډوالو په خدمت بوخت دي.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، چې د ۲۰ شل کلنې دورې په مهال هم ځینو ولایتونو ته پلانونه جوړ شوي وو، خو په وینا یې دې پلانونه ګڼې ستونزې درلودې، زیربناوې نه وې، نمرې یې کوچنۍ وې او نورې بېلابېلې ستونزې هم شتون درلود، چې اوس یې ټولې حل شوې دي.
د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، دوی ویاړي چې د خپلو ګډوالو ورونو خدمت کوي او ټوله ولایتي اړونده اداره به یې خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په درې زره او ۱۰۰ جریبه ځمکه د ښارګوټي جوړولو پلان جوړ شوی، چې درې زره او ۱۵۰ استوګنیزې نمرې لري. ۵۰۰ یې پینځلس بسوه يي، ۷۰۰ یې لس بسوه یي او یو زر او ۹۵۰ یې بیا پینځه بسوه یي دي
همدارنګه په یاد ښارګوټي کې ۲۰۰ نمرې بلند منزل، سوداګریز مارکېټونه، ۱۹ جوماتونه، مدرسه، ۱۲ ښوونځي، روغتونونه، ناحیوي او عمومي پارکوونه، کتابتونونه، زرغونې ساحې او د ژوند اړوند نورې د اړتیا وړ ساحې شاملې دي.