د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د HER پروژې د ملاتړ، عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې له لوري د ګډ نظارت، ستونزو د حل، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد او لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد ټینګار کړی او د ستونزو حل په موخه یې ګډ نظارت مهم یاد کړی، تر څو په ترڅ کې یې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
بل لور افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مشر د HER پروژې د ملاتړ برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو د لېږد ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، د عامې روغتیا وزارت سره د ګډ نظارت له لارې به شته ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.