ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب کې راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيست

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په زور د را ایستل شویو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټي پرانیسته وکړه.

په دې مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي، ځايي مسولينو، یو شمېر علماوو، مشايخو، مجاهدینو او مخورو ګډون درلود.

یاد ښارګوټی چې په څلور زره جريبه ځمکه باندې جوړېږي، د کور او ښارجوړولو وزارت مسلکي او تخنیکي انجنیرانو سروې او ډیزاین کړی، چې ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، د اسلامي امارت رهبري او مسولين دوامداره هڅې کوي، ترڅو راستنو شويو هېوادوالو ته د هوساينې زمینه او ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، راستنو شويو کډوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري ۱۲ ګونو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

نوموړي ویلي؛ شپږو کمېټو ته په بندرونو او مېشت ځایونو کې د بېړنیو خدماتو وړاندې کولو دنده سپارل شوې، چې راستنېدوکو هېوادوالو ته د تثبیت، ثبت او استقبال، د څښلو اوبو برابرولو، خوړو، لنډمهاله مېشتېدنې او تر اصلي ځايونو پورې د دوی د لېږد او پاتې نورو کمېټو ته د کډوالو د اړتیا وړ ضرورتونو له هغې ډلې د دوی ښوونې او روزنې ته د رسېدنه، دایمي مېشتېدنې (د ښارګوټو جوړول او د استوګنې نمرو وېش) او نور اړین خدمتونه په غوره ډول ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ښارګوټي د پرانیستې مراسمو په پای کې یو شمېر راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې د نمرو فورمې هم وېشل شوې دي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ له یو شمېر علماوو، مشایخو، مجاهدینو، مخورو او مسولینو سره لیدنه هم کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي د قیصار ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو ستاینه کړې او د اسلامي نظام، یووالي او امنیت د ټینګښت په اړه یې خبرې کړې.

دغه‌راز نوموړي په زور د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت د هڅو یادونه کړې او له ټولو یې غوښتي، چې د کډوالو سره مرسته وکړي.

د قیصار ولسوالۍ علماوو، مشایخو، مجاهدینو او اوسېدونکو د اسلامي امارت د رهبرۍ او مسولینو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، ژمنه کړې چې د راستنېدونکو کډوالو ترڅنګ به درېږي .